د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکر کې د تحریک طالبان پاکستان دوه غړي وژل شوي: کراچۍ پولیس


 د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، دې وسله والو د سند صوبې په حساسو ځایونو کې د بریدونو پلان درلوده. ارشیف- انځور 
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، دې وسله والو د سند صوبې په حساسو ځایونو کې د بریدونو پلان درلوده. ارشیف- انځور 

د کراچۍ پولیس د فبرورۍ پر ۲۷مه په سکر کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د دوو وسله والو د وژلو ادعا کوي.

د سي ټي ډي پولیسو مشر مظهر شهواني لخوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې وسله والو د سند صوبې په حساسو ځایونو کې د بریدونو پلان درلوده.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې لیکلي، د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره تړاو لرونکي دوه وسله وال ولایت خان او شاه محمود د پولیسو سره د ډزو پر مهال ژوبل شوي ول چې وروسته یې په روغتون کې د ژورو زخمونو له کبله ساه ورکړه. د سي ټي ډي پولیسو مشر مظهر شهواني ویلي چې ځانګړو پولیسو د یوې پټې اطلاع د ترلاسه کولو نه پس په سکر سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان پر غړو چاپه وهلې وه. پولیسو د ډزو په تبادله کې خپلې غاړې ته د اوښتي ځاني زیان په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بلخوا د پاکستان پوځ هم په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو طالبانو د يوه مهم قومندان د وژلو ادعا کړې. د پوځ د عامه اړيکو څانګې د فبرورۍ پر ۲۶مه په يوه اعلاميه کې ويلي ول، نورستان چې په حسن بابا يې هم شهرت درلود، د جنوبي وزيرستان په تيارزه سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره د دوه اړخيزو ډزو پر مهال ووژل شو.

اعلاميه زياتوي چې پوځ ته د تيارزه په ښاروانګې سيمه کې د نوموړي د موجودګۍ پټ خبر رسېدلی و. د اعلاميې له مخې، نورستان د سړک غاړې ماينونو جوړولو ماهر او له ۲۰۰۷ز کال راهيسې تر ۵۰ زياتو امنيتي سرتيرو په وژنه کې ککړ و.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دې دواړو پېښو په اړه څه نه دې ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG