د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې مو کمندان نورستان وژلی: د پوځ ادعا


پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو طالبانو د يوه مهم کومندان د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې نورستان چې په حسن بابا يې هم شهرت درلود، د جنوبي وزيرستان په تيارزه سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره د دوه اړخيزو ډزو پر مهال ووژل شو.

اعلاميه زياتوي چې پوځ ته د تيارزه په ښاروانګې سيمه کې د نوموړي د موجودګۍ پټ خبر رسېدلی و. د اعلاميې په وينا نورستان د سړک غاړې ماينونو جوړولو ماهر و او له ۲۰۰۷ز کال راهيسې تر ۵۰ زياتو امنيتي سرتيرو په وژنه کې ککړ و.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG