د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې باثباته او پرامنه افغانستان د پاکستان په ګټه دی.
د پاکستان سرکاري راډيو د فبرورۍ پر ۲۵مه خبر ورکړ چې د افغانستان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي له بهرنيو چارو وزير سره په اسلام اباد وليدل.
د ملاقات پرمهال قریشي د دواړو هېوادونو ترمینځ د لوړې کچې سفرونو یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې دا راشه درشه به د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
شاه محمود قریشي د افغانستان سولې پروسې سره د پاکستان پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه چې وزیر اعظم عمران خان تل ټینګار کړی چې د افغانستان شخړې پوځي حل نه شته.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې بين الافغاني خبرې اترې د یو خپلواک، سوله ایز او ثبات لرونکي افغانستان لپاره خپلو مطلوبو اهدافو ته ورسوي.