د امريکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي دي چې د شام په ختیځ کې د عراق پر پوله د ایران پلوه ملېشو پر تاسیساتو يې هوايي بريدونه کړې دي.
د دفاع وزارت وویل چې د فبرورۍ ۲۵مې بریدونه د دې میاشتې په سر کې د امريکا او ایتلافي ځواکونو پر اډو د راکټي حملو په ځواب کې شوي.
پنټاګون وویل"عملیات یو څرګند پیغام استوي: ولسمشر جو بایډن به د امریکایي او ایتلافي ځواکونو ساتنه کوي."
په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بریدونه د شام او عراق پر پوله د کنټرول پر نقطه په یو شمېر تاسیساتو شوي چې د ایران پلوه ملیشه ډلو لخوا کارول کېده.
په دې کې عراقي شيیعه ډلې کتيب حزب الله او کتيب سید الشهدا هم شاملې دي.
د فبرورۍ پر ۱۵مه د عراق نیمه خودمختاره کردستان سیمې د پلازمینې اربیل نړیوال هوايي ډګر پر نظامي اډه د توغندیو بريد کې یو ملکي قراردادي وژل شوی وو او يو امريکايي ژوبل شوي وو.
يو ورځ وروسته د بغداد په شمال کې د امریکایي ځواکونو پر استوګنځي بريد کې يو ټېکېدار ژوبل شوی وو.
د دې اوونۍ په سر کې په بغداد کې د امريکا پر سفارت هم راکټي بريد شوي وو.