د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمر داودزی نن د افغان سولې په باب له پاکستانيو چارواکو سره غږېږي


پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی
پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی

ټاکل شوې چې د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی نن (د فبرورۍ پر ۲۵مه) په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمد قریشي سره وګوري.

نوموړی د فبرورۍ پر ۲۴مه د یوه پلاوي په مشرۍ په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد او بېګا یې د افغانستان لپاره د پاکستاني وزیراعظم عمران خان له ځانګړي استازي محمد صادق سره ولیدل.

د دې سفر هدف د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان پر رول خبرې کول دي.

د افغان ولسمشر ځانګړی استازی به د پاکستان او افغانستان د سولې د کمېټۍ په غونډه کې هم ګډون کوي.

دا کمېټي تېر کال په نومبر کې کابل ته د پاکستاني وزیراعظم عمران خان تر تګ وروسته جوړه شوې وه.

داودزی پر داسې مهال اسلام اباد ته تللی چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت مرکچي پلاویو ترمنځ خبرې له ډېسېمبر راهیسې د ځنډ ښکار دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG