د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی داودزی د اسلام اباد په سفر دی


پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی
پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی

پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی د فبېرورۍ پر ۲۴مه د چارشنبې په ورځ (نن) اسلام اباد ته ورسېد.

د مشال رېډيو خبريال طاهر خان وايي چې دوادزی به له پاکستانيو چارواکو سره په افغان سولې پروسه خبرې کوي.

د افغان ولسمشر ځانګړی استازی به د سولې پروسې په اړه د پاکستان او افغانستان امن کمېټې په غونډه کې د خپل هېواد استازيتوب هم کوي. دغه کمېټه د تېر کال په نومبر مياشت کې افغانستان ته د پاکستاني وزيراعظم تر سفر وروسته جوړه کړل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مذاکراتي ټيمونو له نېږدې پنځو اونیو ځنډ وروسته د فبرورۍ پر ۲۲مه سره وليدل. د افغان حکومت مرکچي ټیم په خپل ټوېټر باندې په دې اړه یو لنډ بیان خپور کړی و. بلخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استولي پيغام کې ویلي دي چې په ياده ناسته کې د تماس ډلو ته دنده ورکړل شوه چې ناستو ته دوام ورکړي.

د سولې مذاکراتي ټیمونو په داسې وخت سره وکتل چې د طالبانو په ډلې باندې د افغان حکومت له خوا خبرو ته د نه حاضرېدو انتقادونه کېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG