د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالرحیم روغانی په ګلکده کې خاورو ته وسپارل شو


د پښتو ژبې نومیالي شاعر او لیکوال عبدالرحیم روغاني
د پښتو ژبې نومیالي شاعر او لیکوال عبدالرحیم روغاني

د پښتو ژبې نومیالی شاعر او لیکوال عبدالرحیم روغانی نن (د فبرورۍ پر ۲۴مه) د سيدو شريف په ګلکده کې خاورو ته وسپارل شو.

نوموړی له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۶۹ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

مشال راډیو ته د هغه زوی وویل، چې پلار یې له درېوو مياشتو راهېسې د ینې کینسر وو او له تېرو دوو اوونیو د سيدوشريف په روغتون کې داخل وو.

عبدالرحيم روغانی د سکول استاد وو، په وروستیو کې د پينشن په پيسو يې ژوند تېرولو، هغه درې زامن او اووه لوڼه لرلې.
عبدالرحيم روغاني په جنازه کې د سيمې شاعرانو، ليکوالانو او مدني فعالان ګډون کړي وو.

بارکوال میاخېل د روغاني ژوند ته کتنه کړې

روغاني ابتدایي تعلیم پخپله سیمه د سوات په مټه تحصیل کې کړی وو او وروسته یې په پښتو ژبه کې د ماسټرۍ ډګري اخیستې وه، چې بیا یې د استاد په توګه دنده تر سره کړې وه.

عبدالرحیم روغاني یو له هغو شاعرانو وو چې زیاتې قطعې یې لیکلې دي ځکه خو هغه ته په ادبي نړۍ کې «بابای قطعه» هم ویل کېدل. لیکوال امان الله نصرت د ښاغلي روغاني په اړه پخپله یوه مقاله کې لیکي:

"روغاني صېب له خيال او مضمون دواړو سره له انصافه کار اخيستی او هر وخت ېې د نوښت، ابتکار او د يوه نوي خيال او نوي مضمون د راوړلو شعوري هڅه کړې ده."

د روغاني په شاعرۍ‌ کې ولسي رنګ زیات دی ځکه خو یې ډېر شعرونه مشهورو سندرغاړو هارون باچا، سردار علي ټکر او نورو له موسیقۍ سره ویلي دي. یوه غزل یې ډېره مشهوره شوې چې مقطع یې ده:

بيا چې شي تازه زاړه يادونه روغاني ته

خدای دې سوات ته راوله د سوات په بهانه

د عبدالرحیم روغاني په شاعرۍ کې له وطن او خاورې سره د مینې ترڅنګ پر ملایانو او خانانو تنقید او طنز هم موندل کېږي او شاعري یې ډېره عام فهمه وه ځکه خو په عامو خلکو کې زیات مشهور وو.

د عبدالرحیم روغاني د شعرونو او نثرونو کتابونه چاپ شوي دي، چې په هغوی کې یو «نوې نغمه» د شعرونو ټولګه، «ځورېدلي احساسات» د شعرونو ټولګه، «سندریز احساس» د شعرونو ټولګه، «خودغرض» نثر، «د رڼا څاڅکي» شعري ټولګه، «سندرې او خبرې» منظوم او منثور او یو د نثر کتاب «کوربانه خیالونه» شامل دي.

د ښاغلي روغاني «خودغرض» نومي کتاب په انګرېزي ژبه هم د «The Sacred Spirit of Selfishness» په نوم ژباړل شوی او په 2019م کال کې په لندن کې چاپ شوی دی.

ښاغلی روغانی په خټه روغانی محمودخېل وو او د 1950م کال د جنورۍ په 15مه د پښتونخوا د سوات ضلعې په مټه کلي کې زېږېدلی وو او نن به په خپله پلرنۍ سیمه ګلکده سیدو شریف کې خاورو ته سپارل شو.

د ښاغلي روغاني د شعرونو نمونې په لاندې ډول دي:

ستوری د سبا په راختو ښکاري

دور د تيارو په تېرېدو ښکاري

فتح به رڼا په تيارو ومومي

تندر په تورتم د پرېوتو ښکاري

تل مخامخ د حادثو سره یو

چې اوده شوي د اودو سره یو

حمزه خو وایي د جنت ژبه ده

موږ په دوزخ کې د پښتو سره یو

د دار په سر به روغانی د مرګ په خوب اوده وي

ته چې راځې او بیا راځې او لا راځې سپرلیه

موږه بدقسمتو له خپل خلک غم لړي راوړي

خپل چې پرې خوشحاله دي پردي خو یې راوړي راوړي

XS
SM
MD
LG