د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ پر ماشومانو د تشدد خلاف بل منظور کړی


د قانوني مسودې له مخه پر ماشومانو جسماني تشدد، ورته سپکې خبرې کول، دړکې ورکول، ویرول، ګرمې اوبه ورباندې اړول یا غوږونه یې تاوول او وهل به قانوني جرم وي.
د قانوني مسودې له مخه پر ماشومانو جسماني تشدد، ورته سپکې خبرې کول، دړکې ورکول، ویرول، ګرمې اوبه ورباندې اړول یا غوږونه یې تاوول او وهل به قانوني جرم وي.

دغه قانوني مسوده چې په قامي اسمبلۍ کې د مسلم لیګ نون ګوند غړې مهناز اکبر وړاندې کړ، د فبرورۍ پر ۲۳مه د اسمبلۍ ټولو غړیو په یوه خوله منظوره کړ.

د قانوني مسودې له مخه پر ماشومانو جسماني تشدد، ورته سپکې خبرې کول، دړکې ورکول، وېرول، ګرمې اوبه ورباندې اړول یا غوږونه یې تاوول او وهل به قانوني جرم وي.

هغه څوک چې په دې جرم کې ککړ وي ورته به هېڅ کله سرکاري نوکري هم نه ملاوېږي.

په مسوده کې د تعذیرات پاکستان د یو قانون د هغه مادې د ختمولو غوښتنه شوی چې وايي پلار، استاد یا بل څوک کولای شي د ماشوم د اصلاح لپاره ورته جسماني سزا ورکړي. خو په قانوني مسوده کې د ترمیم

غوښتنه په دې بنیاد شوی چې په دې سره پر ماشومانو د جسماني تشدد مخه نه شي نیول کېدای. دغه بل تر دې مه په اسلام اباد کې پر ماشومانو د تشدد مخنیوي لپاره دی.

دغه بل به اوس سېنېټ ته وړاندې کېږي چې د ولسمشر تر لاسلیک وروسته به د قانون برخه وګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ماشومانو د تشدد ډېرې پېښې په سکولونو او مدرسو کې رپورټ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG