د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي، طالبانو د مرکزي بغلان د روغتون مسوول وژلی دی


خلیل الرحمان نرمگوی
خلیل الرحمان نرمگوی

افغان چارواکي وايي وسله والو طالبانو د فبرورۍ پر ۲۳مه مازیګر د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکتر خلیل الرحمن نرمګوی وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د نرمګوی وژل کېدل تایید کړي.

هغه ویلي، د تحصیلي کړیو د وژنې دوام دا قشر له منځه نه وړي بلکې د ده په خبره زرګونه نور ډاکټران، انجینران، خبریالان او دیني عالمان ژوند او کار ته ولاړ دي.

اخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم د ډاکټر خلیل الرحمن نرمګوی په وژنې خواشیني ښودلې.

هغې په خپل ټوېټر لیکلي، د هدفي وژنو په لړ کې چې ټول افغانستان کې زیاتې شوي ګڼ ملکیان، فعالان او په کارپوه خلک له منځه وړل کېږي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG