د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر سرکاري کمپیوټري شبکو د بریدونو ترشا د یوه هېواد لاس ښکاري: امریکا


د شرکتونو مشرانو د فبرورۍ پر ۲۳مه د کانګرس په استماعیه غونډه کې دا خبرې وکړې. ارشیف- انځور
د شرکتونو مشرانو د فبرورۍ پر ۲۳مه د کانګرس په استماعیه غونډه کې دا خبرې وکړې. ارشیف- انځور

د امریکا ټینکالوجۍ کمپنیانو مشرانو د فبرورۍ پر ۲۳مه د پارلېمان غړیو ته وویل چې په دا وروستیو کې پر شرکتونو او حکومتي کمپیوټري شبکو باندې حملې دومره پيچلې وې چې ښکاري یو هیواد یې ترشا لاس لري.

دوی وویل، شواهد د روس طرفته اشاره کوي.

په ډېسمبر کې شوی د انټرنیټي بریدونو په هکله دا لومړۍ اورېدونه وه. وروسته څرګنده شوه چې هیکرانو یا انټرنیټي غلو د یوې امریکايي کمپنۍ سولر ونډز لخوا جوړ د کمپیوټري نیټ ورک د انتظام په سوفټ وییر د یو ناوړه کوډ په وراچولو متاثره کړ.

وروسته دغه سافټ وییر د امریکا د حکومت مختلفو څانګو او بېلا بېلو امریکايي او اروپايي شرکتونو پر خپلو سسټمو ډاونلوډ یا ښکته کړ.

د امریکا استخباراتي چارواکو او د صنعت نورو سرچینو مخکې د پېښې لپاره د روس هیکران تورن کړي وو.

ماسکو پکې له لاس لرلو نه انکار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG