د افغانستان حکومت او طالبانو د سولې مذاکراتي ټيمونو له نېږدې پنځو اونیو ځنډ وروسته د فبرورۍ پر ۲۲مه ماښام سره لیدلي دي.
د افغان حکومت مرکچي ټیم په خپل ټوېټر باندې په دې اړه یو لنډ بیان خپور کړی.
په بیان سربېره د لیدنې په اړه د ټيم د یوه غړي غلام فاروق مجروح خبرې هم خپرې شوي چې وايي، د فبرورۍ پر ۲۲مه ماښام مهال په دوحه کې د افغانستان سولې مذاکراتو د دواړو ټیمونو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ ناسته وشوه.
د نوموړي په وینا په دغه لیدنه کې، په دې سلا وشوه چې د تماس ډلې به له مخکې ټاکل شوې اجنډا سره سم د اجنډا په جزییاتو کار وکړي او مذاکرات به نورمال او دوامداره توګه دوام وکړي.
اخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استولي پيغام کې د د فبرورۍ پر ۲۲مه ماښام ناستې یادونه کړې ده.
هغه ویلي ناسته په ښه فضا کې ترسره شوه او د تماس ډلو ته دنده ورکړل شوه چې ناستو ته دوام ورکړي.
وروستی وار دواړه ټیمونه د جنورۍ پر ۱۷مه په دوحه کې سره ناست وو.
د سولې مذاکراتي ټیمونو داسې وخت سره وکتل چې د طالبانو په ډلې باندې د افغان حکومت له خوا خبرو ته د نه حاضرېدو انتقادونه کېدل.