د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورکو کسانو د نه پرېښودو ضد د اې اېن پي احتجانونه


عوامي نیشنل ګوند په پاکستان کې د لادرکه کسانو د نه خوشي کېدو پرضد نن د ملک په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه کوي.

د یاد ګوند مخکښ او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي سردار حسېن بابک نن سهار مشال راډیو ته وویل چې ګوند به یې په هره ضلع کې د پریس کلب مخې ته احتجاجونه کوي.

ده وویل چې د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان ویاند اسد خان اڅکزي په ګډون په لوی شمېر خلک ورک دي او کورنۍ یې هره ورځ تر سخت عذاب تېرېږي.

سردار حسېن بابک زیاته کړه چې دوی به د احتجاج پر مهال پر ریاست، عدالت او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کوي چې د لادرکه کسانو د موندلو او خوشېکولو لپاره ګامونه پورته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG