د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايټمي انرژۍنړیوالې ادارې مشر له ایرانیو چارواکو سره لیده کاته کړي


ایران ويلي دي چې د ايټمي انرژۍ نړيوالې ادارې سره به تعاون نه پریږدي او نه به د دغه ادارې معاينه کار له هيواده وباسي.
ایران ويلي دي چې د ايټمي انرژۍ نړيوالې ادارې سره به تعاون نه پریږدي او نه به د دغه ادارې معاينه کار له هيواده وباسي.

د ايټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافيل ګروسي په تهران کې د ايران د ايټمي انرژۍ له مشر علي اکبر صالحي سره ملاقات کړی دی.

ګروسي ایران ته دا سفر پر داسې مهال کوي چې تهران خبرداری ورکړی وو چې که ورباندې د امریکا بندیزونه لرې نه شو نو د فبرورۍ تر ۲۳مې ورستو نه اټومي بټیو ته د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې لخوا څارنه محدوده کړي.

ایران ويلي چې د نړي ووالو قدرتونو سره په ۲۰۱۵م کال کې د شوې لوظنامې مطابق به د شفافيت هغه رضاکارانه اقدامات هم ودروي چې له مخه يې د ايټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې معاينه کار له لنډ مهلت ورکولو سره د هغه هيواد ايټمي تنصیباتو ته ورتلای شي چې ایران لا په ډاګه کړي نه دي خو ایران وايي چې له دې ګامونو شاته کيدای هم نه شي.

د ايټمي انرژۍ نړي والې ادارې تیره اونۍ ويلي ول چې تهران ته د رافيل ګروسي د دې سفر موخه په ایران کې د ايټمي هلو ځلو د لازمي کره کتنې د عمل په لړ کې ایران سره یو تفاهم ته رسیدل دي.

بلخوا ایران ويلي دي چې د ايټمي انرژۍ نړيوالې ادارې سره به تعاون نه پریږدي او نه به د دغه ادارې معاينه کار له هيواده وباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG