د ناټو عمومي منشي وایي، د دې ټلوالې غړي هېوادونه د فعالې ډيپلوماسۍ له لارې هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر بریالی کړي.
ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۰مه د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلفوني خبرو پر مهال وکړې.
د ولسمشر ویاند دواخان مينه پال مشال راډيو ته وویل چې سټولټنبرګ اشرف غني ته د ناټو د دفاع وزیرانو د وروستۍ غونډې معلومات ورکړل.
د ده په ونیا، دواړو لوريو د سولې پروسې او د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو لپاره د ناټو دوامداره ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.
ارګ په دې اړه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې چې په کې راغلي، د افغانستان په اړه به د ناټو پریکړې مشروطې او له امریکا سره په همغږۍ کې وي.
د ناټو عمومي منشي ویلي، له افغانستانه دبهرنیو ځواکونو د وتلو مشورې روانې دي، خو لا کومه پریکړه نه ده شوې.