په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې نور ۳۹ کسان مړه شوي. په دې سره له کورونا وايرسه د مړو شویو شمېر ۱۲،۵۲۷ ته ورسېد.
د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې ترمخه تر نن سهاره (د فېبرورۍ ۱۹مې) د کورونا وايرس مثبتو کيسونو شمېر۵۶۸،۵۰۶ ته رسيدلې دې.
په ملک کې په تېره يوه ورځ کې د کورونا وايرس ۱۲۴۵ مثبت کيسونه ریکارډ شوي دي.
خو له کووېډ-۱۹ ناورغۍ ۵۳۱،۸۴۰ کسان بېرته رغېدلي هم دي.
دا وخت په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ فعالو کېسونو شمېر ۲۴،۱۳۹ دي.