د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي له ایران سره خبرو ته تیاره ده


دا اقدامات د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو د تمایل د بدلون ښکارندويي کوي.
دا اقدامات د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو د تمایل د بدلون ښکارندويي کوي.

امریکا ویلي دي چې له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه خبرو ته تیار ده. په عین حال کې واشنګټن په نیویارک کې د هغو ایرانیو ډېپلوماټانو په ګرځېدو سخت محدودیتونه نرم کړي چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له مرکزي دفتر سره رجسټر دي.

د امریکا حکومت همداراز د فبرورۍ پر ۱۸مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبره کړه چې د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ له هغه اقدامه یې هم لاس اخیستی چې پر ایران یې د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه خپل پخواني حالت ته ستنول او بیالګول غوښتل.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا لنډمهالي سفیر په یوه لیک کې ویلي چې دا فیصله چې په اګست کې به پر ایران بندیزونه بحال شي، لغوه شوې ده.

دا اقدامات د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو د تمایل د بدلون ښکارندويي کوي.

ټرمپ د ایران په اړه سخت دریځ لاره او ورباندې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالي ته د لمن وهلو او د اټومي وسلو جوړولو تورونه پورې کړي ول چې تهران یې ردوي. ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې له ایران سره د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو له اټومي موافقې ووت او پر هغه هېواد یې سخت بندیزونه بیا ولګول.

د دې په غبرګون کې ایران د ۲۰۱۵ز کال د موافقې د شرطونو سرغړونې پیل کړې.

ولسمشر جو بایډن له ایران سره د بیا خبرو کولو رضایت ښوولی خو ټینګار کوي چې د بندیزونو تر نرمولو مخکې باید تهران د ۲۰۱۵ز کال د موافقې پابندي وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فېبرورۍ پر ۱۸مه وویل، واشنګټن به د موافقې د برخوالو په غونډه کې د ګډون لپاره د اروپايي ټولنې بلنه ومني.

XS
SM
MD
LG