د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي اېس اېل لومړۍ لوبه به کوټه ګلیډیېټرز او کراچي کېنګز کوي


د کراچۍ نیشنل کرکټ لوبغالی
د کراچۍ نیشنل کرکټ لوبغالی

د پاکستان سوپر لیګ په نوم د ۲۰ اوریزه کرکټ اتلولي سبا په کراچۍ کې د کوټه ګلیډیېټرز او کراچي کېنګز لوبډلو په سیالۍ پیلېږي.

دا به د کورونا وایرس جهاني وبا له پیلېدو راهیسې لومړی ځل وي چې خلک به په لوبغالي کې دننه د سیالۍ ننداره وکړي ځکه چې د پاکستان حکومت، کرکټ بورډ ته د سټېډییم د ګنجایش د ۲۰ فیصده ځای د ډکولو اجازه ورکړې.

چارواکي وايي، ټول نندارچیان به له یو بله واټن ساتي او تمبوزک به وهي. د پاکستان کرکټ بورډ تېر کال د کووېډ-۱۹ جهاني وبا مخنیوي لپاره د ټولبند له وجې د سوپر لیګ وروستۍ سیالۍ ځنډولو ته اړ شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG