د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند يوه عدالت پخوانۍ سېنېټرې ياسمين شاه ته د دوه کاله بند سزا اورولې


په ياسمين شاه تور وو چې په ۲۰۰۲ز کال کې د پخواني صدر پرويز مشرف د حکومت په وخت کې د ضلعي ناظم بدين لپاره يې چې کوم کاغذونه جمع کړي وو، په هغې کې يې د ۱۲ ‍‌او ۱۴ ډګري جعلي وه.
په ياسمين شاه تور وو چې په ۲۰۰۲ز کال کې د پخواني صدر پرويز مشرف د حکومت په وخت کې د ضلعي ناظم بدين لپاره يې چې کوم کاغذونه جمع کړي وو، په هغې کې يې د ۱۲ ‍‌او ۱۴ ډګري جعلي وه.

د سند صوبې يو عدالت د فېبرورۍ پر ۱۷مه د پيپلز ګوند غړې او پخوانۍ سېنېټرې ياسمين شاه ته د جعلي ډګري کېس پر سر د دوه کاله بند او ۵۰ زره روپۍ جرمانې سزا اورولې ده.

د بدین عدالت تر فېصلې وروسته پوليسو ياسمين شاه له عدالته ونیوله او د حېدر اباد جېل ته يې منتقل کړه.

په ياسمين شاه تور وو چې په ۲۰۰۲ز کال کې یې د پخواني صدر پرويز مشرف د حکومت په وخت کې د بدین ضلعي ناظم لپاره يې چې کوم کاغذونه جمع کړي وو، په هغې کې يې د ۱۲ ‍‌او ۱۴ ډګري جعلي وه.

وروسته د حيدر اباد تعليمي بورډ هم دغه ډګري جعلي ګرځولې وه.

ياسيمن شاه په ۲۰۰۳ز کال کې د مسلم ليګ (ق) په ټکټ سېنېټره جوړه شوې وه او په ۲۰۱۵ز کال کې ياسمين شاه پاکستان پيپلز ګوند کې شامله شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG