د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښايي لاهور ژوبڼ کې کورونا وایرس د زمري دوه بچیان مړه کړي


ښايي لاهور ژوبڼ کې کورونا وایرس د زمري دوه بچیان مړه کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

چارواکي وايي د جنورۍ پر ۳۰مه د پاکستان په یو چړیا ګهر کې د زمریو د دوه بچیو د مړینې سبب ښايي کووېډ-۱۹ ناروغي وه. د لاهور چړیا ګهر چارواکي وايي، د زمریو دوه بچي د شاوخوا دریو میاشتو وو. د جنورۍ پر ۲۶مه ورته اسهال وشو او کانګې پرې ولګېدای. څلور ورځې یې علاج وشو خو له بده مرغه د جنورۍ پر ۳۰مه مړه شول. دوی وايي، علامات پکې داسې څه نه وو خو د زمریو د مړینې رپورټ کې د کووېډ -۱۹ شک کېږي. بلخوا په پاکستان کې د ځناورو د حقونو لپاره کارکوونکي د هېواد په چړیا ګهرو کې د ځناورو د مړینې سبب لاپروايي ښيي خو چارواکي دغه تورونه ردوي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG