د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن د عراق په کردستان سیمه کې د هغه راکټي برید د پلټنو غوښتنه کړې ده چې پکې د یوه امریکايي پوځي په ګډون یو ولسي ټېکدار وژل شوي او پینځه تنه نور ژوبل دي.
بلېنکن په یو بیان کې ویلي، امریکا دې پېښې غوسه کړې او د پېښې پلټنې او د مسوولو کسانو د نیولو لپاره به خپلې مرستې ونه سپموي.
په بیان کې راغلي، امریکا په دې بې رحمانه پېښه کې د وژل شوي تن او د ژوبلو شوو کسانو له کورنیو سره غمزازي کړې ده.
د کردستان کورنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې یوه اعلامیه کې وژل شوي چې د راکټو دغه مرمۍ د کرکوک صوبې پولې ته نېږدې د اربیل له جنوبه توغول شوې او له هوايي ډګر سره نېږدې په ولسي سیمه کې پرېوتې وې.
پوځي چارواکي تر دې دمه نه پوهېږي چې د راکټو دا برید چا کړی و؟ د عراق ولسمشر بهرام صالح دا یوه خطرناکه او مجرمانه ترهرګریزه پېښه بللې ده.