د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په ترکیه کې د يوه ايراني ډيپلومات نيول رد کړل


ایراني چارواکي وايي،یو ایرانی وګړی چې ترکیې ته د ننوتلو پر وخت نیول شوی، تهران په دې باب له ترکي چارواکو سره په تماس کې دی.
ایراني چارواکي وايي،یو ایرانی وګړی چې ترکیې ته د ننوتلو پر وخت نیول شوی، تهران په دې باب له ترکي چارواکو سره په تماس کې دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د ترکي رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې په دا وروستيو کې په ترکيه کې نيول شوي ايراني وګړي د کونسلګرۍ کارکوونکی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده د فېبرورۍ پر ۱۵مه خبريالانو ته وويل، یو ایرانی وګړی چې ترکیې ته د ننوتلو پر وخت نیول شوی، تهران په دې باب له ترکي چارواکو سره په تماس کې دی.

خطیبزاده د دې ایراني وګړي د نیول کېدو په اړه نور جزییات ورنه کړل، خو تېره اوونۍ د ترکیې حکومت پلوه ورځپاڼې صباح راپور ورکړی و چې د محمدرضا ناصرزاده په نوم یو ایرانی وګړی چې د مسعود مولوي وردانجاني د ايران د سياسي او انتظامي مشرتابه منتقد وو، د وژلو د پلان جوړولو په شک په ترکیه کې نیول شوی دی.

رویټرز خبري اژانس تایید کړی، چې ناصرزاده د وردانجاني د قتل په تړاو نیول شوی دی، خو اژانس ویلي، تر اوسه د دې تاييد نه دی شوی چې مشکوک تن په استنبول کې د ايران په کونسلګرۍ کې کار کوي.

وردانجاني، چې د ايران استخباراتو پخوانی کارکونکی وو او په ادارې فساد کې د ایراني چارواکو د ککړتیا د رسوا کولو نه د ايران پرېښودو يو کال وروسته، د ۲۰۱۹ز کال د نومبر پر ۱۴مه په استنبول کې په ډزو ووژل شو.

XS
SM
MD
LG