د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې په دوه بېلا بېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي


په ننګرهار کې د فېبرورۍ پر ۱۱مه هم چاودنه شوې وو. ارشیف-انځور
په ننګرهار کې د فېبرورۍ پر ۱۱مه هم چاودنه شوې وو. ارشیف-انځور

د افغانستان د ننکرهار والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن (د فېبرورۍ پر ۱۶مه) سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند ریکشا سپرو وسله والو د پولیسو د حمایوي کنډک پر رنجر موټر ډزې شوي چې له امله یې یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي هم نن سهار د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند له یوې ریکشې نامعلومو وسله والو د میهن یوسفي په نوم د یو ډاکټر په موټر ډزې وکړې چې له امله یې پخپله ډاکټر او د هغه دوه تنه ساتوونکي وژل شوي.

د یادو دواړو پېښو مسوولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

بلخوا د لغمان ولایت چارواکي د اوو طالب وسله والو د نيولو ادعا کوي.

د لغمان ولایت د رسنیو دفتر نن (د فېبروري پر ۱۶ مه) په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې اوه تنه نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې له نیول شویو کسانو د چاودونکو توکو ډک دوه عرادې موټر سایکل بمونه، یو نښلوونکی ماین، یو کلاشینکوف او د ماینونو جوړولو وسایل د ملي امنیت ځواکونو تر لاسه کړي.

خبرپاڼه زياتوي چې نیول شویو کسانو د خپل جرم اعتراف کړی دی.

بلخوا وسله والو طالبانو د نيول شوو کسانو په اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG