د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جبري ورکو بلوڅانو کورنۍ نن په پينځمه ورځ هم په احتجاج دي


په اسلام اباد کې د بلوڅ کورنيوو احتجاجي کمپ
په اسلام اباد کې د بلوڅ کورنيوو احتجاجي کمپ

په اسلام اباد کې د فرورۍ ۱۱مې راهيسې د لسو غېب کړل شوو بلوڅانو کورنيوو احتجاج لا هم روان دی.

د دې احتجاجي کمپ يوې منتظمې سيمي دين بلوچ د فېبرورۍ په ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې څو کاله وشول د دوی خپل خپلوان د امنیتي ځواکونو له خوا بيول شوي خو تر اوسه یې درک نه دی لګېدلی.

هغې غوښتنه وکړه چې دغه کسان دې عدالت ته حاضر کړل شي.

پوځ په دې اړه تراوسه څه غبرګون نه دی ښودلی.

د لادرکه خلکو لپاره د تحقیقاتو حکومتي کمېشن سيکريټري فريد احمد د فېبرورۍ په ۱۱مه مشال راډيو سره په خبرو کې په اسلام اباد کې له احتجاجي کمپه ناخبري ښودلې وه خو ويلي يې وو چې دوی څه د پاسه ۴۰۰۰ لادرکه کسانو کېسونه حل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG