د لاسرسي ځای

تازه خبر

فایز عیسی پوښتلي: زما په اړه پرېکړه تر ما مخکې رسنېوو ته ولې رسېدلې؟


قاضي فایز عیسی
قاضي فایز عیسی

د پاکستان سپريم کورټ‌ جسټس،‌ فایز عیسی پر دې خفه دی چې ولې د ده په اړه د چيف جسټس شوې پرېکړه هغه ته تر رسېدو دمخه، رسنيوو ته ورکړل شوې ده.

د فرورۍ په ۱۱مه، د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس، ګلزار احمد په مشرۍ يوې پينځه کسیزې جرګه ګۍ د يوې مقدمې پر مهال ويلي‌چې فایز عیسی بايد د وزیراعظم عمران خان په اړه د روانو کېسونو اورېدونه ونه کړي.

چيف جسټس د دې پرېکړې لپاره دليل راوړی چې قاضي عیسی په يوه مقدمه کې د وزیراعظم په وړاندې مدعي‌دی نو که د هغه خلاف د مقدمو اورېدنه کوي نو دا به دعدلیې حېثیت ته زیان ورسوي.

فایز عیسی په دې توګه د هغې مقدمې له قاضیتوبه منع شوی چې وزیراعظم عمران خان پکې له قامي خزانې يا بېت المال څخه د خپل ګوند قامي او صوبايي ‌اسمبليوو غړو ته د پېسو په ورکولو تورن دی.

د ډان ورځپاڼې ترمخه، جسټس فایز عیسی د فرورۍ په ۱۳مه د سپريم کورټ‌ رجسټرار ته په يو ليک کې ليکلي چې دا پرېکړه بايد لومړی ده ته ورکړل شوی وای نه رسنيوو ته. هغه دا ګيله هم کړې چې د سپريم کورټ د يو مشر قاضي په توګه یې حق جوړېده چې دې فېصلې ته بيا کتنه شوی وای.

د سپریم کورټ يو وکیل عبدالفیاظ چې د پېښور های کورټ بار پخوانی مشر هم پاتې شوی، وايي دا ګيلې او نيوکې پر ځای دی. هغه د فرورۍ په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې پکار ده چيف جسټس د خپلې پرېکړې متن لومړی قاضي عیسی ته سپارلی وای.

د فرورۍ په ۱۳مه د اپوزیشن ګوند، مسلم لیګ (ن) مرستيالې مشرې، مريم نواز هم پر دې فېصله نيوکې کړې وي. هغې ويلي وو چې له ځينو کېسونو څخه د جسټس فایز عیسی ليري کول د ازادې عدلیې تصور خرابوي.

د يادونې ده چې د تحریک انصاف سره تعلق لرونکي د پاکستان ولسمشر عارف علوي د قاضي فایز عیسی او د هغه د کورنۍ د اثاثو د کتنې امر کړی وو.

XS
SM
MD
LG