د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جسټس فایز عیسا خلاف صدراتي سپارښتنه ناقانونه وګرځول شوه


سپریم کورټ د جسټس قاضي فایز عیسا پرضد په سپریم جوډیشل کونسل کې جمع شوی صدارتي ریفرنس کالعدم ګرځولی دی.

دا پریکړه نن د جمعې ورځ د سپریم کورټ ۱۰ کسیزې ډلی وکړه. د پاکستان سپریم کورټ وکیلانو ټولنو دا د عدلیې د ازادۍ کامیابي بللې ده.

حکومت د جسټس عیسا پرضد تیر کال د مۍ په میاشت کې په سپریم جوډیشل کونسل کې درخواست جمع کړی وو او په هغه يي تور پوری کړی وو چې مېرمن یې له هېواده بهر جایدادونه لري خو د هغه دریځ وو چې دغه جایدادونه په ده پورې هېڅ اړه نه لري.

د قاضي عیسا وکیل منیر اې ملک هم د جمعې په ورځ عدالت ته وویل، چې موکل یې کله د خپلې مېرمنې جایدادونه ځان ته نه دي منسوب کړي.

د قاضي عیسا مېرمنې له عدالت سره د خپلې کرنیزې مځکې کاغذونه او پاسپورټ هم جمع کړل.

د سپریم کورټ د لس کسیز بېنچ اوو قاضیانو امر وکړ‌، چې د قاضي فایز عیسا او د هغه د مېرمنې د ټیکسونو معامله دې د مالیې مرکزي ادارې ته ولېږل شي او په دوو میاشتو کې دې یې پلټنې بشپړې شي، خو درو قاضیانو منصور علي شاه، جسټس مقبول باقر او جسټس یحیا اپرېدي ایف بي آر ته د معاملې د لېږلو مخالفت وکړ.

د سپریم کورټ په پرېکړه کې ویل شوي چې د ایف بي آر چارواکي به تر پلټنو وروسته خپل رپوټ د اعلی عدالت له رجسټرار سره جمع کوي او هغه به ټول تفصیل سپریم جوډیشل کونسل یا عدالتي شورا ته سپاري.

سپریم جوډیشل کونسل به د مالیې د مرکزي ادارې د پلټنو ارزونه کوي او بیا به دا پرېکړه کوي چې د قاضي فایز عیسا پرضد قانوني ګامونه واخلي که یه.

تر اورېدنې وړاندې د مرکزي حکومت وکیل فروغ نسیم د قاضي عیسا د مېرمنې په اړه د مالیې مرکزي ادارې (ایف بي آر) دستاوېز په بنده لفافه کې په عدالت کې جمع کړ، په جواب کې یې د عدالتي بېنچ مشر ورته وویل چې قاضي اوس د لفافې ارزونه نه کوي او نه هم په دې اړه کوم امر کوي ځکه چې وایي د قاضي فایز عیسا مېرمنې ټول ثبوتونه عدالت ته وړاندې کړي دي.

پروسږ کال د پاکستان صدر عارف علوي له لوري سپریم جوډیشل کونسل ته د سپریم کورټ د جج قاضي فایز عیسا پرضد لېږلي ریفرنس کې تور لګول شوی وو چې نوموړی جج د هېواد نه بهر شتمنۍ لري خو دغه شتمنۍ یې له حکومته پټې ساتلې دي.

قاضي فایز عیسا پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي وو او سپینه کړې یې وه چې له هېواده بهر د هغه کومې پنګې دي هغه یې د ښځې او بچیو دي چې وایي هغوی د ده له کفالته بهر دي.

XS
SM
MD
LG