د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنټ ټاکنو د امېدورانو لیست د فرورۍ په ۱۶مه خپرېږي


د سېنټ ټاکنې د مارچ درېيمې ته پلان شوې دي
د سېنټ ټاکنې د مارچ درېيمې ته پلان شوې دي

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د سېنټ ټاکنو لپاره د نوماندۍ کاغذاتو جمع کولو موده د فرورۍ تر ۱۵مې غځولې ده.

د خيبر پښتونخوا د ټاکنو کمیشن وياند سهيل احمد د فرورۍ په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې د سېنټ انتخاباتو کانديدانو د نومونو فهرست به د فرورۍ پر ۱۶ جاري کوي او په ۱۷ او ۱۸مه فروري به د نامزدګۍ کاغذاتو جاج اخستو مرحله مکمله شي.

د سېنټ انتخابات د مارچ پر دريېمه کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۸ کې قبایلي سیمې په خیبرپښتونخوا کې تر ورګډېدو وروسته، د دغو سيمو لپاره په سېنیټ کې ځانګړې ۸ څوکۍ ختمې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG