د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي: د سلېنډر چاودنه کې درې مړه اووه ژوبل


د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، د فبرورۍ ۱۲مې او ۱۳مې په منځنۍ شپه د میرلي په غدي سیمه کې په یوه کور کې د ګېس سیلنډر چاودنه کې درې کسان مړه شوي او ۷ نور ژوبل دي.

د شمالي وزیرستان د ضلعي انتظاميې په ګډون د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو د فېبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، پېښه هغه وخت وشوه کله چې په یو کور کې د یوې کوټې دننه دغه کسان راغونډ شوي وو او سیلنډر لیک کېدو له امله چاودنه وشوه او د کوټې چت راپرېتو.

د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکي سمیع الله مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې یو ۱۴ کلن هلک او دوه جینکۍ چې عمرونه یې ۱۲ او ۱۳ کاله وو، مړه شوي دي. په ژوبلو کې یوه ښځه هم شامله ده. ټپیان له ملبې نه تر راویستل کېدو وروسته روغتون ته رسول شوي چې د یو تن حالت پکې ښه نه دی.

بلخوا د شمالي وزیرستان پولیس وايي چې د فبرورۍ ۱۲مه په تحصیل دوسلي کې یې په غرونو کې د یو هلک مړی موندلی دی. پولیسو د فبرورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې دغه ۲۰ کلن هلک جدون نومېدو چې د دریو ورځو راهیسې ورک و. د پولیسو په خبره دغه تن وژل شوی دی او د پېښې پلټنې کوي.

XS
SM
MD
LG