د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د داعش یو بریدګر وژل شوی دوه نیول شوي


ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د داعش یو نیول شوی کس. ارشیف- انځور
ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د داعش یو نیول شوی کس. ارشیف- انځور

د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي ادعا کوي چې د فبرورۍ پر ۱۲مه ناوخته، له جلال اباد ښار سره نېږدې خالص فامیلو کې د ملي امنیت ځانګړې ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې د هدفي وژنو غړی شریف الله وژل شوی او دوه تنه نور یې له وسلو سره نیولي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره د فبرورۍ پر ۱۳مه خپره شوی خبرپاڼه کې ویل شوي چې شریف الله څه موده وړاندې د ملي امنیت یو کارکونکی او د کمانډو ځواکونو یو سرتېری هم ترور کړي ول او له سوداګرو یې وخت په وخت باج هم اخیسته.

د یو بل خبر له مخې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وایي چې د فبرورۍ پر ۱۳مه سهار شاوخوا اته نیمې بجې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند اډې فارم سیمه کې د پولیسو په رینجر موټر د سرک غاړې ماین چاودنه کړې چې له کبله یې درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG