د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دروازه سر له ننه د اوونۍ شپږ ورځې پرانیستې


تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره ګڼل کېږي
تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره ګڼل کېږي

د پاکستان وفاقي حکومت ويلي دي چې د تورخم دروازه به سر له ننه (د فېبرورۍ ۱۲ مې) د څلورو ورځو پر ځای د شپږو ورځو لپاره د تګ راتګ لپاره خلاصه وي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د فېبرورۍ پر ۱۱مه په يوې خبرپاڼه کې ويلي د یکشنبې یا (اتوار) ورځې پرته باقي شپږ ورځې به د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره خلاصه وي.

په تورخم دروازه د تیر کال مارچ کې د کورونا وبا د لومړۍ څپې په مهال د احتیاطي تدابیرو په خاطر محدودیتونه لګول شوي وو خو تیر کال سپټمبر کې پرې یوازې څلورو ورځو لپاره خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې وه.

د فېبرورۍ پر نهمه د ننګرهار والي ضياولحق امرخېل پر ټويټر ليکلي و چې د یکشنبې پرته به د تورخم دروازه په اوونۍ کې شپږ ورځې خلاصه وي چې ورسره به په تورخم کې د تګ راتګ پر مهال د مسافرو ستونزې تر ډېره هوارې شي.

ټولبند افغانستان ته مال وړونکي سوداګر او ټرانسپورټران اغېزمن کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

سوداګر وایي، که په تورخم داسې نرمي پیدا شي نو سوداګرۍ ته به ډېره ښه ګټه ورسېږي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر زاهدالله شینواري له مشال راډيو سره په خبرو کې د دې ګام هرکلی وکړ خو زیاته یې کړه پکاره ده چې د پلې خلکو لپاره د تورخم دروازه اووه ورځې وازه وساتل شي. ځکه چې له افغانستانه ډېر خک د علاج، سوداګرۍ او تعلیم لپاره راځي، په دې بدل کې افغان حکومت هم باید د پاکستانيو سوداګرو او ټرانسپورټرانو مشکلات راکم کړي. هغې غاړې ته په محصولاتو کې سهولت او نرمي ورکړي.


په پېښور کې د افغانانو اتحادیې مشرحاجي عصمت الله وایي، په اونۍ کې شپږ ورځې د تورخم دروازې له خلاصېدو سره به یې تګ راتګ، مړی ژوندی به ورسره آسان شي، تجارت به ښه شي، چې کوم افغان وګړي پاکستان ته راځي او بیا بیرته افغانستان ته ځي نو ځانونو سره سوداګانې او تحفې وړي او له دې سره د ټیکسي کار زیاتېږي، د خلکو سودا ورسره خرڅېږي، ودونه آسان شي، بازارونه ښه شي، دا ټوله ګټه ده، پکار ده چې د پاسپورټ او ویزې شرط هم راته ختم کړي او په پي او آر کارډ باندې دې د تګ راتګ اجازه راکړي.

د پاکستان او افغانستان ګډ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټریز عهدیداران وایی پر تورخم باندې د پولې سمبالولو پالیسي او کورونا وبا د مخنیوي لپاره لګول شوو بندیزونو د خلکو ترمنځ په اړیکو ساتلو او دوه طرفه تجارت باندې ډېر اثر کړی.

دوی وایي، د یوې اندازې مطابق په دې تیرو څو کالونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کلنی تجارتي حجم له دوه نیم اربو ډالرو څخه یو ارب ډالرو ته راښکته شوی دی.

XS
SM
MD
LG