د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د بلخ ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې یې ۵۶ وسله وال طالبان وژلي دي.
دفاع وزارت تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه طالبان د فېبرورۍپر ۱۰مه د اق تیپې او ګور تیپې په کلیو کې د هوایي بریدونو په نتيجه کې ووژل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو لوړپوړي قومندانان هم شامل دي.
دفاع وزارت زياتوي چې د هوایي بریدونو له کبله د طالبانو دوه مرکزونه ویجاړ شوي او د مهماتو یو ډیپو یې هم له منځه تللی دی.
طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دې ويلي.
اخوا د ننګرهار ولايت د رسنیو د دفتر مسوولین وایي چې نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند رینګ روډ باندې په لاس ګاډي د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله یې یو ولسي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. د پېښې مسوليت چا نه دی منلی.