د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سېنټ د پخواني ولسمشر ټرمپ مواخذې د مقدمې منظوري ورکړه


پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ
پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ

امریکایي سېنټ د فرورۍ پر نهمه د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوهمې مواخذې د مقدمې د پرمخ بیولو منظوري ورکړی.

دا تر هغې وروسته ده چې په سېنټ کې پر دې خبره په ساعتونو اوږد بحث وشو چې د امریکایي ایین ترمخه د یو ولسمشر د واکه د لرې کېدو وروسته داسې مقدمه چلېدای شي که نه.

په سېنټ کې د دغه مقدمې د چلولو په حق کې ۵۴ او په مخالفت کې یې ۴۴ رای واچول شوې.

د امریکا سېنېټ غونډه
د امریکا سېنېټ غونډه

د ریپبلېکن ګوند شپږو غړیو هم له ډیموکراټانو سره د دغه مقدمې د چلولو په حق کې رايې ورکړې.

د دغه مقدمې اورېدنه به د فرورۍ پر ۱۰مه د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د حملې په تړاو د حکومت خلاف د خلکو د راپارواو په تورونو پیلېږي.

د ټرمپ وکیلان وایي، د استازو جرګې د دغې خونړۍ پېښې یوه اوونۍ وروسته ناڅاپه د مواخذې فېصله وکړه او دغه مقدمه غېر اییني ده، ځکه چې پخواني ولسمشر ته د خپلې صفایې لپاره وخت ورنکړای شو.

د هغه په وينا د یو ولسمشر د مواخذې مقصد هغه له خپلې دندې لرې کول دي او اوس چې هغه ولسمشر نه دی نو دغه یو ناممکنه کار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG