د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دروازه د اوونۍ شپږ ورځې خلاصوو: امرخېل


تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره ګڼل کېږي
تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره ګڼل کېږي

افغان چارواکي وايي چې د تورخم دروازه به اوس د څلورو پر ځای شپږ ورځي د تګ راتګ لپاره خلاصه وي.

د ننګرهار والي ضياولحق امرخېل د فېبرورۍ پر نهمه نېټه پر فېسبوک او ټويټر پاڼه ليکلي چې د یکشنبې پرته به د تورخم دروازه په اوونۍ کې شپږ ورځې پرانستې وي.

نوموړي په دې لړ کې په ننګرهار کې د پاکستان د کونسل جنرل عابدالله مننه وکړه.

هغه زياته کړه چې له دې سره به په تورخم کې د تګ راتګ پر مهال د مسافرو ستونزې تر ډېره هوارې شي.

امرخېل وايي، په تورخم ښارګوټي کې په نورو برخو کې هم د ستونزو په هوارولو کې جدي دی.

تر دې اعلان وړاندې.د شنبې، سېشنبې، چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې مسافرانو کولای شو چې پر تورخم لاره تګ راتګ وکړي.

XS
SM
MD
LG