د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوهم ځل د پخواني ولسمشر ټرمپ مواخذې بهیر نن پیلېږي


داسې ښکاري چې پخوانی ولسمشر به په دې مقدمه کې بري شي خو بد تاریخي میراث به ورته پاتې شي.
داسې ښکاري چې پخوانی ولسمشر به په دې مقدمه کې بري شي خو بد تاریخي میراث به ورته پاتې شي.

ټاکل شوې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مواخذې د دویم دور اورېدونه د فېبرورۍ پر نهمه (نن) په سېنېټ کې پیل شي.

داسې ښکاري چې پخوانی ولسمشر به په دې مقدمه کې بري شي خو بد تاریخي میراث به ورته پاتې شي.

د اورېدنې په شپه د ټرمپ وکیلانو ډلې خپله دفاعي کړنلاره اعلان کړه او دا مقدمه یې ځکه غیر اییني وبلله چې ترمخه یې یو پخوانی ولسمشر محاکمه کېږي او دا چې ټرمپ پر هغو کسانو هېڅ نیغ په نیغه اختیار نه وو چې د جنورۍ پر شپږمه یې د کانکریس پر ودانۍ برید کړی وو.

بلخوا د ډیموکریټ ګوند هغه کسان چې دا مقدمه پر مخ وړي، د اورېدنې په شپه یې خپل دریځونه ورکړې دي.

دوی د پنځو پاڼو په یو بیان کې ویلي چې د ټرمپ کړونو ثبوتونه زیات دي او له احتسابه د ځان ویستلو لپاره د هغه هڅې بېکاره دي.

ډیموکریټ ګوند دا هم ویلي چې د امریکا حکومت خلاف د ټرمپ لخوا د خلکو راپارولو اقدام چې د واک په پرامنه توګه انتقال یې اغیزمن کړی وو، د دې هېواد د یو ولسمشر لخوا تر ټولو بد غیر اییني جرم دی.

پخوانۍ ولسمشر ټرمپ د امریکا په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د درغلیو تورونه پورې کوي او ډیموکریټ ګوند وايي چې د هغه تقریر له وجې یې پلویان راپارېدلې وو او د ولسمشر جو بایډن د بریا په رسمي توګه د اعلانونو پر مهال یې پلویانو پر کانګریس حمله کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG