د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان وچې مېوې کېنېډا ته لېږدول پیل شوې


ارشیف، د افغانستان وچه مېوه
ارشیف، د افغانستان وچه مېوه

چارواکي کېنېډا د افغانستان وچو مېووو برامدول او تازه ۱۴ ډوله وچه مېوه چې ۵۰۰ زره ډالر ارزښت لري، ولېږدول شوه.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، ياد محصولات د ځمکني ټرانسپورټ له لارې د ازبکستان او ترکيې له لارې کېنېډا ته برامدېږي.

د رستمي په خبره، د وچې مېوې دا صادرات راز فوډ په نوم يو خصوصي شرکت ترسره کړي دي.

نوموړی زیاتوي، د افغانستان محصولات په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو، منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا، چین او خلیج کې ډېر او لوی مارکېټونه لري او په نږدې راتلونکي کې به ‌يې د خلیج او منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم ولېږدول شي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په وینا، هڅه کوې چې په بېلابېلو زونونو کې د وطني محصولاتو د بسته‌بندي مرکزونه جوړ شي چې د هېواد د صادراتي محصولاتو بسته‌بندي نړیوالو معیارونو سره سمه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG