د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوهم ځل د پخواني ولسمشر ټرمپ مواخذې بهیر روانه اوونۍ پیلېږي


د امریکا سېنېټ به روانه اونۍ د پخواني صدر ډونالډ ترمپ پرضد په دويم ځل د مواخذې بهیر پیلوي.

د فېبرورې پر نهمه به د سېنېټ ۱۰۰ غړي لکه د قاضیانو د دې بهیر برخه وي او دې نتيجې ته به رسي چې آیا پخواني ولسمشر د هغه بغاوت د راپارولو ذمه واره وو چې د موجوده ولسشمر جو باييډن د منتخب کيدو نه پس د کانګرس لخوا په رسمي توګه د پخلي پرمهال د پارلیمان په ودانۍ کې بلوه شوې وه او خلک پکې وژل شوي ول.

د فېبرورې په اوومه د اې بي سي ټيليويژن د نظر پوښتنو د نتيجو له مخې چې شپږپنځوس فيصده امریکایان په دې حق کې دي چې سېنېټ دې د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ مواخذه وکړي او په مستقبل کې دې پرې د ولسمشرۍ د څوکې د انتخاب لپاره پابندي ولګوي، خو د دې لپاره دا مهال په سېنېټ کې موجود د ډيموکرېټ ګوند ۵۰ غړيو ته د ريپبلکن ګوند د اوولس سېنېټرانو ضرورت دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG