د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کې۲ غره کې د درېوو ورکو غرختونکو لټون دوام لري


کې۲ غر
کې۲ غر

د کې۲ غره لوړو څوکو ته ختلي درې غرختونکي چې یې پاکستانی او دوه بهرنیان دي د ستنېدو مهال د ورکېدو پس یې لاهم لټون روان دی.

د پاکستاني غرختونکي محمد علي سدپاره زوی ساجد سدپاره پر خپل ټويټر په يو پيغام کې ويلي چې اوس دې سرکار د هغه د پلار او دوو نورو بهرنيو غرختونکو د ژوندي موندلو پرځای د هغوی مړي ولټوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جنورۍ مياشت د ګلګت بلتستان یو غرختونکي محمد علي سدپاره د چیلي هېواد له خوان پایلو موهر او د ايسلېنډ هېواد جان سنوري نوموي غرختونکو سره د ژمي په موسم کې اته نيم زره ميټره دنګ د کې- ټو غره ته د ختلو بهیر یا مهم پیل کړی وو.

ساجد علي سدپاره ويلي چې هغوی د کې۲ غر د تېرې جمعې په ورځ سر کړی وو خو په راستنيدو کې د واورو د توپان له امله يې له مرکز سره رابطه پرې شوې وه.

د پاکستاني پوځ دوې هېليکاپټرې د محمد علي سدپاره او د هغه د ملګرو د لټون لپاره تر اووه زره اته سوه ميټره پورې پروازونه وکړل خو د هغوی هېڅ درک او څرک یې ونه موندو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG