د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتمر وايي پاکستان دې په کونړ او ننګرهار د راکټونو مخه ونیسي


د افغانستان بهرنيوو چارو وزیر، محمد حنيف اتمر د پاکستاني سفير منصور احمد خان سره د خبرو په حال کې
د افغانستان بهرنيوو چارو وزیر، محمد حنيف اتمر د پاکستاني سفير منصور احمد خان سره د خبرو په حال کې

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د پاکستان سفیر ته ویلي چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پر افغان خاوره راکټي بریدونه د منلو نه دي.

د افغانستان بهرنيوو چارو وزیر د فرورۍ په ۷مه خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې اتمر د پاکستان له سفیر منصوراحمد خان سره په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې وليدل او د يو شمېر نورو موضوعاتو تر څنګ يې د راکټونو په اړه ورسره اندېښنه شريکه کړه.

خبرپاڼه زیاتوي چې اتمر په دې لیدنه کې د پاکستان له سفیر وغوښتل چې د راکټي بریدونو په تړاو د افغانستان اندېښنې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ته ورسوي.

د راپورونو له مخې تېره اونۍ د افغانستان د کونړ ولایت په شلتن او د ننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ باندې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې لسګونه راکټونه لګېدلي و.

که څه هم افغان چارواکي د پاکستان پوځ د دغو بریدونو مسوول بولي خو پاکستاني چارواکو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې. خو پوځ په پخوا وختونو کې ويلي چې له دغو ځايونو پرې وسله وال بريدونه کوي. افغان چارواکي دا نه مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG