د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پرل په قتل کې بري شوي کسان د عدالت په حکم سرکاري ریسټ هاوس ته لېږل شوي


عمر شيخ
عمر شيخ

سيند حکومت د امريکايي وژل شوي خبريال ډينيل پرل په تښتونه او وژنه تورن عمر شيخ او د هغه نور ملګري چې سپريم کورټ يې د خوشي کولو حکم کړی، د زندان د پانسۍ له خونې څخه ویستلي دي.

سيند حکومت دا ګام د فرورۍ په شپږمه، د سپريم کورټ تر هغه حکم وروسته پورته کړی دی چې ويلي يې وو عمر شيخ او نور ملګري يې بايد سرکاري ريسټ هاوس ته منتقل شي. د سيند د اطلاعاتو وزيرناصر حسين شاه د فرورۍ په ۷مه مشال ريډيوته وويل: ((موږ د سپريم کورټ په حکم عمل کړی دی او دا کسان مو د پانسۍ له خونې سرکاري ریسټ هاوس ته لېږلي.))

تورن احمد عمر شيخ او دهغه ملګري فهد نسیم، سید سلیمان ثاقب او محمد عادل به په سرکاري ریسټ هاوس کې ساتل کيږي خو دوی ته به د ټيليفون او انټرنيټ کارولو اجازه نه وي. د فرورۍ په ۲ مه نيټه سپريم کورټ حکم کړی وو چې د عمر شېخ او ملګرو سره دې يې د کور غړو ته د ملاقات اجازه هم ورکړل شي. په دې پرېکړه کې راغلې وو: ((د سهر له ۸ بجو څخه د ماښام تر ۵ بجي پورې بايد د هغوی کور والا هم هلته د دوی سره پاتې او تګ راتګ وکړلی شي.))

۳۸ کلن ډېنیل پرل د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبریال وو چې د دوه زره دوهم کال په جنوري کې په کراچۍ کې هغه وخت برمته او وروسته ووژل شو چې د اسلامي تندلارو وسله والو په اړه یې څېړنې کولې.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت سعید شیخ د ډېنیل پرل د تښتولو او سرغوڅولو په تور د مرګ سزا اورولې وه. خو وروسته د سيند های کورټ دا پرېکړه بدله او د شېخ تر څنګ درې نور کسان په دې مقدمه کې بري کړل. د سيند حکومت بيا هم دا خلک خوشي نه کړل نو ځکه یې وکيلان سپریم کورټ ته ورغلل. سپريم کورټ هم د سيند های کورټ پرېکړه تاييد کړه او وې ويل چې د تورنو کسانو په خلاف کافي ثبوتونو نشته دی نو ځکه بايد پرېښودل شي.

تېره اوونۍ د دغې عدالتي پرېکړې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي ول چې دا د پاکستان په ګډون په هر بل ځای کې د ترهګرۍ ښکار وګړیو سپکاوی دی.

عمر سعيد شېخ په اړه عدالتي فيصله او د پاکستان او امريکا اړيکې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG