د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلينکېن پر پاکستان ټينګار کړی چې د پرل د وژنې مسولينو احتساب وکړي


د امریکا بهرنیو چارو وزارت وزیر اېنټوني بلينکېن
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وزیر اېنټوني بلينکېن

د امریکا بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره د امریکايي خبریال ډېنیيل پرل د وژنې په مقدمه کې د اصلي تورن احمد عمر سعید شېخ او نورو ښکېلو کسانو په تړاو خبرې کړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت په د جنورۍ پر ۲۹مه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې اېنټوني بلينکېن له شاه محمود قریشي سره پر دې خبرې کړي چې څنګه د پرل تښتونې او وژنې په مقدمه کې د دغو ښکېلو "ترهګرو" د مسوول ګرځولو خبره یقیني شي.

د اعلامیې له مخې بلينکېن د پرل په مقدمه کې د ښکېلو تورنو کسانو د خوشې کولو په اړه د پاکستان سپريم کورټ د امر په تړاو د امریکا اندېښنې یادې کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اېنټوني بلينکېن د جنورۍ پر ۲۸مه ناوخته پر ټويټر هم ليکلي ول چې هغه د عدالت د دې پرېکړې له امله چې د ډېنييل پرل قاتلان او تښتونکي یې خوشې کړي ژوره اندېښنه لري.

نوموړي زياته کړې وه "موږ دې ته ژمن یو چې د پرل د کورنۍ لپاره عدالت تامین کړو او ترهګر عدالت ته راولو."

بلخوا د سيند صوبايي حکومت هم د پاکستان له سپريم کورټ څخه رسمي غوښتنه کړې چې د امريکايي خبريال ډېنييل پرل د وژنې په مقدمه کې د اصلي عامل احمد عمر سعيد شېخ د خوشې کولو پريکړې ته بيا کتنه وکړي.

د سيند حکومت څارنوال فېض شاه ويلي دي چې سپریم کورټ ته یې د جنورۍ پر ۲۹مه غوښتنه لېږلې ده.

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خبريال ډېنييل پرل په ۲۰۰۲ز کال کې په کراچي کې له تښتولو وروسته وژل شوی و.

د پاکستان سپریم کورټ درې کسیزې جرګګۍ د جنورۍ پر ۲۸مه د پرل په وژنه تورن احمد عمر سعید شېخ او له ده سره دريو نورو تورنو کسانو د خوشي کولو امر وکړ.

په بريتانيا کې زېږېدلی عمر شېخ چې د لندن اقتصاد پوهنتون یا لندن سکول اف ايکانوميکس پخوانی زده کوونکی دی چې په ۲۰۰۲ز کال کې د پرل وژنې په تور ونيول شو او د ترهګرۍ ضد عدالت هغه ته د مرګ سزا او دريو نورو ملګرو ته یې د عمري بند سزا اورولې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG