د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا افغانانو او عراقیانو ته د وېزو ځانګړی پروګرام ارزوي


سپينه ماڼۍ (وايټ هاوس)
سپينه ماڼۍ (وايټ هاوس)

د امریکا ولسمشر جوبایډن خپلو ادارو ته لارښونه کړې چې د افغانانو او عراقیانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا ( ایس.آی. وي) پروګرام وارزوي.

دا ویزې هغو کسانو ته ورکول کیږي چې په دغو هېوادونو کې یې د امریکا له پوځ سره د ترجمانانو په توګه کار کړی دی.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې چې د جمعې پر ورځ خپور شوی، ويلي، امریکا باید دا یقیني کړي چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې له هغو کسانو سره خپلې ژمنې پر ځای کړي چې د دوی له پوځ سره یې مرسته کړې ده.

دا مهال شاوخوا ۱۷ زره افغانان چې له امریکایانو سره یې په ترجمو او نورو برخو کې کار کړی دی، دې ویزو ته په تمه دي.

دا پروګرام د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال پيل شوی وو چې بیا د ډونالډ ټرمپ د واک پر مهال څو ځله له خنډ او ځنډ سره مخامخ شو. تمه ښودل شوې چې امریکا به په ۲۰۲۱ کال کې څلورزره دې ډول کورنیو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړې.

د معلوماتو له مخې دا مهال په امریکا کې ۳۰ زره هغه کورنۍ اوسیږي چې په ایس.آی. وي ویزو دې هېواد ته تللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG