د لاسرسي ځای

تازه خبر

ظريف: ايران غواړي امريکا ژر پخواني ايټمي تړون ته وروګرځي


جواد ظريف
جواد ظريف

د ايران بهرنيو چارو وزير پر امريکا غږ کړی چې د ۲۰۱۵م کال ايټمي پروګرام ته د ستنېدو لپاره ژر ګامونه واخلي.

جواد ظريف د ايران همشهري نومې ورځپاڼې ته په مرکه کې چې د فرورۍ پر شپږمه نېټه خپره شوې ويلي چې پارلېمان ته د قانوني مسودې وړاندې کولو او د نوي کال وروسته د انتخاباتي هلو ځلو له وجې له امريکايانو سره وخت ډېر کم دی.

ايران د مارچ پر ۲۱مه نېټه نوي کال يعني نوروز لمانځي او په دې هېواد کې به ټاکنې د جون په مياشت کې کېږي. پارلېمان د تېرکال د دیسمبر په مياشت کې په منظور شوي قانون کې پر حکومت ټېنګار کړی چې په هغه صورت کې دې د جوهري پروګرام په اړه دريځ نور هم سخت کړي که چېرې امريکا د فبرورۍ تر ۲۱مې ڼيټې پورې پر تهران لګول شوي بندېزونه نرم نکړي.

د امريکې مخکيني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې د ايران او د نړۍ ځينو نورو طاقتورو هېوادونو ترمنځ له شوي تړونه امريکا وېستلې وه او پر تهران يې بنديزونه بحال کړي ول. د دې په غبرګون کې ايران د تړون ځينې مادې ماتې کړې وې او ويلي ول چې نور دې ته ځان مکلف نه ګڼي. د امريکا ولسمشر جو بايډن تړون ته د ورستنېدو لارې چارې لټوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG