د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د کشمیر رېلې په لارۍ کې چاودنې دوه تنه وژلي، درې ژوبل


کوټه کې پولیس د چاودنې ځای پلټي. ۲۰۲۱، ۵ فېبروري
کوټه کې پولیس د چاودنې ځای پلټي. ۲۰۲۱، ۵ فېبروري

د فېبرورۍ پر پنځمه په کوټه ښار کې په یوه بمي چاودنه کې دوه تنه وژل شوي دي او درې نور ژوبل شوي دي.

د کوټې پولیسو چارواکو په وینا، دا چاودنه نن هغه وخت د کوټې ډپټي کمشنر له دفتر سره نېږدې شوې ده چې کله دغلته له کشمیر سره د پيوستون د ورځې په اړه لاریون ترسره شو.

د مشال راډیو د خبریال له مخې چې کله لاریون تېر شو نو دغه چاودنه وشوه.

پولیس چارواکي وایي، چاودونکي مواد په هغه لارۍ کې ځای پر ځای شوي ول چې پکې د دغه لاریون لپاره لاوډسپېکرې (ساونډ سېسټم) اېښودل شوی وو.

خو چارواکي وایي، په دې اړه لا هم مالومات کوي.

بلخوا د کوټې سرکاري روغتون بیا وايي، دوی ته د دغه پېښې د درې ژوبل تنه او د دوو وژل شویو کسانو مړي وروړل شوي دي.

د پېښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG