د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له کشميريانو سره د پیوستون ورځ ده


کشمیر د ګاونډي  هېوادونو هند او پاکستان ترمنځ لانجمنه سیمه ده چې په سر یې د دواړو ملکونو ترمنځ درې جنګونه هم شوي دي.
کشمیر د ګاونډي  هېوادونو هند او پاکستان ترمنځ لانجمنه سیمه ده چې په سر یې د دواړو ملکونو ترمنځ درې جنګونه هم شوي دي.

په پاکستان کې د فېبرورۍ پر پنځمه له کشمیریانو سره د پیوستون ورځې په توګه لمانځل کېږي.

نن د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې لاریونونه ترسره کېږي چې مقصد یې له کشمیریانو سره یووالې ښودل دي.

وزیراعظم عمران خان نن د فېبروۍ پر پنځمه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نن د دې خبرې اعاده کوي چې د پاکستان خود ارادیت د حق چې نړیواله ټولنه او سلامتي کونسل یې هم تاییدوي، له کشمیریانو سره د دوی پر قانوني حقونو ترلاسه کولو کې په پوره یووالي ولاړ دي.


نن به عمران خان د کشمیر په کوټلي سیمه کې یوې ولسي غونډې ته وینا هم کوي. بلخوا پاکستان ډموکراټیک مومنټ هم نن له کشمیریانو سره د پیوستون ورځ لمانځلو لپاره د کشمیر په مظفراباد کې جلسه کوي.

کشمیر د ګاونډي هېوادونو هند او پاکستان ترمنځ لانجمنه سیمه ده چې په سر یې د دواړو ملکونو ترمنځ درې جنګونه هم شوي دي.

هند کشمیر خپل نه بیلېدونکې برخه یا (اټوټ انګ) بولي خو پاکستان وایي چې کشمیریان د دې فېصلې حق لري د کوم هېواد برخه جوړېدل غواړي.

د هند حکومت د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پنځمه نېټه تر خپل انتظام لاندې کشمیر ځانګړې اییني حثیت ختم کړ چې پاکستان یې سخت مخالفت کړی دی.

خو نوی ډیلي دا کورنۍ معامله بولي او پکې د پاکستان مخالفت بې ځایه ګڼي.

تېر کال د اګست پر پنځمه په پاکستان کې د هندي حکومت دغه ګام خلاف او له کشمیریانو سره د یو والي ورځ ولمانځل شوه.

د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر لانجه د ۱۹۴۷ز کال ګې د هند تقسیم له وخته راروانه ده.

XS
SM
MD
LG