د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند تر واک لاندې کشمیر په اړه د پاکستان اقدامات او پر ټولنیزو شبکو بحث


هندي حکومت د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پېنځمه کشمیر کې تر بدلونونو وروسته ګرځبندیز ولګاوه
هندي حکومت د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پېنځمه کشمیر کې تر بدلونونو وروسته ګرځبندیز ولګاوه

د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پېنځمه د هند حکومت د جمو او کشمير سیمې ځانګړی حيثيت او کورواکي ختم کړل، هغه سیمه یې په دوو برخو وویشله او د وفاق تر واک لاندې یې راوسته.

د پاکستان حکومت د دې یو کال پوره کېدو پر ضد د "استحصال ورځ" ولمانځله.

تر دې يوه ورځ مخکې پاکستان اعلان وکړ چې د هند تر واک لاندې کشمیر يې په خپله رسمي سیاسي نقشه کې شامل کړ.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر څلورمه د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یو ځای ولس ته په وینا کې ویلي چې ملي نقشه کابینې منظوره کړې او دا به د پاکستان رسمي نقشه وي.

هند دا نقشه د "سیاسي بې عقلۍ اقدام" بللی چې له لارې یې پر هندۍ خاوره "کمزورې دعوې" کول غواړي.

په نوې نقشه کې د هند تر واک لاندې سیمې سره د "هند تر ناقانونه قبضې لاندې" جمو او کشمیر لیکل شوي.

نوی دلی د همالیا د غرونو هغه سیمه له خپلې خاورې نه بېلېدونکې بولي.

د ۱۹۴۷ز کال راهيسې د کشمير پر سر د پاکستان او هند ترمنځ جنګونه هم شوي دي او دواړه یې دعوه کوي.

عمران خان په وینا کې وویل، دا نقشه به د سکولونو او کالجونو په کتابونو کې شاملېږي.

تر دې مخکې د اګست پر درېیمه وفاقي حکومت د اسلام اباد د کشمیر لویې لار نوم په سرینګر لویې لار واړاوه.

حکومت هغې لار ته پر تلونکو سړکونو او په څلورلارو لکه فیض اباد، زيرو پواينټ، ګولړه موړ او اېکسپريس وې باندې هم د نوي نوم بورډونه ولګول.

د پاکستان حکومت تر دې اقداماتو وروسته د ټولنیزو شبکو پر ووبپاڼو بحث پیل شو چې پکې طنزیه خبرې هم ولیکل شوې.

پر ټولنیزو شبکو بحث

د پاکستان پوځ پخواني افسر خالد منير په خپل ټوېټ کې ليکي: "د ايران ستر مذهبي مشر د پاکستان وزيراعظم عمران خان ته فون وکړ او په نوې پاکستانۍ نقشه کې يې د ايران په نه شاملولو مننه وکړه."

د پاکستان حکومت اعلان کړی وو چې د هند تر واک لاندې د کشمیر اییني حیثیت او کورواکۍ ختمېدو پر ضد به چارواکي او ولس د اګست پر پېنځمه د یو منټ لپاره د ویر خاموشي کوي.

د اګست پر دویمه د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د همدې ورځې په مناسبت د کشمیریانو په حق کې یوه سندره د کشميريانو په حق کې د "جا چوړ دې مېري وادي (زما دره پرېږده)" تر سرلیک لاندې سندره خپره کړه.

ای اېس پي ار وايي، د دې سندرې موخه د "استحصال پر ورځ" له کشمیریانو سره د یووالي څرګندول دي.

د پوځ پر دې کار هم په ټولنیزو شبکو کې طنز وشو.

د ټوټ بټوټ په نوم یو کس پر ټوېټر لیکلي: "که د کشمير ازادي له سندرو سره تړلې وي نو بیا د ۱،۵۰۰ اربه روپیو بجټ موسيقارانو او سندرغاړو ته ورکول په کار دي."

خو ځینو کسانو بیا د پوځ او حکومت کارونه ستایلي.

سعد کلیم پر ټوېټر لیکلي چې د ای اېس پي ار ستاینه کوي چې د کشمیریانو مبارزې، تکلیف او پر هغوی د ظلمونو جوتولو لپاره یې "دومره ښه سندره" جوړه کړې.

د هنرمندانو دریځ

په لاهور کې د پاکستان د ټي وي او سټېج ډرامو مزاحیه اداکار هني البېلا د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته وويل چې خلک په ټوکو، ټوکو کې حکومت ته هغه پېیغام رسوي چې په عادي خبرو کې يې رسول ګران وي:

"د طنزو مزاح ګټه دا وي چې خلک ډېر په تسلۍ هغه خبرې هم واوري او و یې زغمي چې د يوې لمحې لپاره یې هم نه شي اورېدلای. هم هغه خبره چې يو تن يې په غصه کې کوي موږ يې د طنز و مزاح په شکل کې ډېر په اسانه کوو. په ټوکو کې خبره ډېر اثر لري."

بل لاهور مېشت مزاح نګار او اداکار مسعود خواجه د پاکستان په نقشه کې د هند تر واک لاندې کشمیر شاملول او د سندرو جوړولو هرکلی کوي، خو وايي، د طنز او مزاح خپلې نتیجې هم څرګندېږي.

د ده په خبره، د پاکستان حکومت اقدامات مثبت بولي. او وايي، "موږ پاکستانیان په هر څه کې کامېډي (مزاح) ګورو. په تیېټر ډرامو کې هم زموږ ملګرو دا جملې ویلي چې نقشه له موږ سره ده او کشمیر له هند سره. خو حکومتي اقدامات مثبت دي."

د خواجه په خبره دواړه حکومتونه دې د کشمیر مسله د ملګرو ملتونو او خبرو له لارې هواره کړي ځکه چې په وینا یې، "موږ په هند حمله نشو کولای او نه یې کول غواړو."

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG