د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران دې د اتو فعالانو د مرګ سزا ودروي: امنېسټي انټرنېشنل


د بخښنې نړیوال سازمان نښه.
د بخښنې نړیوال سازمان نښه.

د بخښنې نړیوال سازمان (امنیسټي انټرنیشنل) پر نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې په ایران کې د مرګ په سزا محکوم د بشري حقونو اتو فعالانو د ژوند ژغورلو لپاره بې له ځنډه مداخلت وکړي.

په دوی کې څلور بلوڅ او څلور عرب فعالان دي.

سازمان د دوی پرضد شوي عدالتي کاروایي په واضحه توګه غیر منصفانه بللې ده.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د سازمان مرستیالې مشرې ډیانا التاوې د فېبرورۍ پر څلورمه په یو بیان کې ویلي چې په نېږدې موده کې بلوڅو او اهوازي عربو ته د مرګ سزا ورکولو دا جدي اندیښنې راولاړې کړي دي چې ایراني چارواکي د مرګ سزا په توکمیزو لږکیو او عام ولس کې د ویرې خورولو لپاره کاروي.

په بیان کې د واشنګټن میشته عبدالرحمان برومند مرکز د مالوماتو پر اساس ویل شوي چې ایران د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر لومړۍ نیټې راهیسې ۴۹ کسان اعدام کړي دي چې له درېیمې برخې ډېر یې بلوڅان وو.

د امنېسټي انټرنېشنل بیان د بشري حقونو او مدني ټولنې د ۳۶ سازمانانو د هغه شریک بیان نه یوه ورځ روستو راغلي په کوم کې چې د ایراني چارواکیو له خوا کردانو په غیرقانوني توګه دنیولو بندي کولو او لادرکه کولو غندنه شوی وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG