د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني پهلوان ته د مرګ سزا ورکونکي قاضي باندې امریکا بندیزونه لګولي


افکاري روانه میاشت د قتل په جرم په دار وځړول شو.
افکاري روانه میاشت د قتل په جرم په دار وځړول شو.

امریکا پر یوه ایراني قاضي د نوید افکاري په نوم پهلوان ته د مرګ سزا اورولو په قضیه کې د ښکېلتیا په تور بندیزونه لګولي دي.

افکاري روانه میاشت د قتل په جرم په دار وځړول شو.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو تېر مازیګر په یوه بیان کې پر قاضي سید محمود سعادتي رسماً بندیزونه اعلان کړل.

په بیان کې راغلي چې له رپورټونو سره سم، سعادتي او د شیراز د انقلابي عدالت لومړۍ څانګه د افکاري په قضیه کې ښکېل ول.

پامپېو د افکاري پانسي د نه منلو وړ اقدام وباله او ویې ویل چې مقدمه په بیړه پر مخ بیول شوې او منصفانه نه وه.

پامپېو وايي، ایرانی رژیم اکثر تر ټولو ځلانده او هیله بښونکي ایرانیان په نښه کوي.
پامپېو وايي، ایرانی رژیم اکثر تر ټولو ځلانده او هیله بښونکي ایرانیان په نښه کوي.

د پامپېو په وینا، ایرانی رژیم اکثر "تر ټولو ځلانده او هیله بښونکي ایرانیان په نښه کوي، ګرفتاروي او وژني یې."

پر ۲۷ کلن افکاري په ۲۰۱۸ز کال کې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال، په چاړه د یوه امنیتي ساتونکي د وژنې تور وو.

د سېپټېمبر پر ۱۲مه د هغه پر دار ځړونې نړیوال احتجاج وپاراوه او امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ یې غندنه وکړه.

پامپېو د ایران د انقلابي عدالتي نظام پر یوه بل قاضي محمد سلطاني، د شیراز د انقلابي عدالت لومړۍ څانګې او د عادل اباد، اورومیې او وکیل اباد پر زندانونو هم بندیزونه اعلان کړل او هغه یې د بشري حقونو د سختو سرغړونو ذمه وار وبلل.

له بندیزونو سره سم، په امریکا کې د دې کسانو او ادارو شتمنۍ کنګلېږي او امریکايي وګړي ورسره راکړه، ورکړه نه شي کولای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG