د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د زعفرانو سږني حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي


هرات کې د زعفرانو د حاصلاتو راټولول. ارشیف-انځور
هرات کې د زعفرانو د حاصلاتو راټولول. ارشیف-انځور

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د هېواد د زعفرانو سږني حاصلات نېږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي مشال راډیو ته وویل چې هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکنډي هغه ولایتونه دي چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران تولیدوي.

رستمي زیاته کړه: "په ۲۰۲۰ز کال کې په نېږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي و. له دې ډلې د هرات په ولایت کې اووه زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه او په ټوله‌ییزه توګه د نورو ولایتونو په نېږدې ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي و."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان زعفرانو په دې وروستیو کې په نړۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په پام کې لري چې په ۲۰۲۱ز کال کې هم یاد فعالیتونو ته دوام ورکړي تر څو په راتلونکي کال کې هم د زعفرانو د حاصلاتو کچه لوړه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG