پوځي چارواکي وايي په شماليوزیرستان کې یې د عملياتو په وخت دوه عسکر او څلور وسله وال وژل شوي دي.
د فېبرورۍ پر درېيمه په خپره کړې خبرپاڼه کې یې ادعا کړې چې نښته پرون هغه وخت وشوه کله چې پوځيانو په ميرلي کې د وسله والو پر يو مرکز کارروايي وکړه.
د خبرپاڼې ترمخه په دې پېښه کې څلور عسکر ټپیان شوي هم دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دې ويلي.