د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې چاودنې دوه تنه وژلي


په کابل کې د فېبرورۍ پر دویمه د چاودنې ځای
په کابل کې د فېبرورۍ پر دویمه د چاودنې ځای

د افغانستان پلازمينې کابل په بېلا بېلو سيمو کې څلور چاودنې شوي دي چې پکې د افغانستان د جميعت اصلاح مرکزي شورا مشر ډاکټر محمد عاطف په ګډون دوه کسان وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

د کابل پوليسو اعلاميې ترمخه دغه چاودنې د فېبرورۍ پر دويمه د ښار په دويمه، دريمه، څلورمه او اتمه ناحيه کې شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جمعیت اصلاح شورا پر مشر برید د افغانستان په عزت او روښاته راتلونکي برید بللی.

په اعلامیه کې د ولسمشر اشرف غني له قوله ویل شوي چې طالبان نه شي کولی په دا شان کړنو سره ديني عالمان له ترهګرۍ ضد اسلامي او ملي دريځ واړوي.

که څه هم لا تر اوسه د دې چاودنو پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې، خو طالبانو بيا د يوې اعلاميې په خپرولو سره د محمد عاطف وژنه غندلې او دا يې د هغه ډلې کار بللی چې خبريالان او مدني فعالان په نښه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG