د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس کې د ناوالني په ملاتړ راوتي سلګونه کسان نیول شوي


د الکسي ناوالني د عدالتي کارروايي پر مهال پولیسو سخت امنیت نیولی وو.
د الکسي ناوالني د عدالتي کارروايي پر مهال پولیسو سخت امنیت نیولی وو.

د الکسي ناوالني د بند د حکم پر ضد د راوتلو خلکو له ډلې نږدې ۱۴۰۰ کسان نیول شوي دي.

عدالت د مسکو په وخت بېګا شااوخوا اته بجې په ناوالني د دوو کلونو او اتو میاشتو د بند سزا واوروله.

پولیسو د عدالتي کارروايي پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیولي و.

د راپورونو له مخې د ناوالني په ملاتړ په راټولو شویو سلګونو کسانو باندې پولیسو له زور زیاتي کار اخیستی او پر هغوی یې د اوسپنیزو ډنډو ګوزارونه کړي دي.

د هغو کسانو له ډلې چې د قاضي د حکم په غبرګون راوتلي وو، یواځې په مسکو کې څه باندې ۱۱ سوه کسان نیول شوي.

په ځینو نورو ښارونو کې هم د لسګونه کسانو د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي.

تر نیمې شپې د الکسي ناوالنۍ په پلوۍ د راوتلو خلکو له ډلې د شااوخوا ۱۳۷۰ کسانو د نیولو خبر ورکړل شوی.

الکسي ناوالني د روسیې د اوسنیو چارواکو په تېره ولسمشر ولادمیر پوتین ډېر زیات سیاسي مخالف دی.

الکسي ناوالني له نووي چوک نومي زهرجن کیمیاوي ګیس څخه په بې سده حالت کې جرمني ته د درملنې لپاره لېږدول شوی و.

د روغېدو وروسته دوې اوونۍ مخکې مسکو ته له ستنېدو سره سم د پولیسو له خوا ونیول شو.

امریکا د الکسي ناوالني او د هغه د سلګونه پلویانو ژر تر ژره خوشې کېدل غوښتي.

امریکا د روسیې د دغه سیاسي مخالف په اړه عدالتي حکم د اندېښنې وړ بللی.

XS
SM
MD
LG